د ایران ولسمشر حسن روحاني سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې د ایران په وړاندې له ګواښونو به هېڅ تر لاسه نهکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې دوو سیمهییزو سیالانو تر منځ کړکېچ په زیاتېدو دی.
روحاني په تهران کې د کابینې په غونډه کې سعودي عربستان ته په خطاب کې وویل:
"په سیمه کې د ایران ځای تاسو ته معلوم دی، تر تاسو ستر راغلي او ښکرونهیې مات شوي، تاسو خو هېڅ نهیئ. امریکا یې راغله او ونهتوانېده چې په دې سیمه کې کوم کار وکړي، تر تاسو پیاوړی صدام و، راغی ښکر یې مات شو."
ایران او سعودي عربستان په سیمه کې د سوریې او یمن د شخړو په شمول د روانو کړکېچونو په مخالفو لورو کې دی.
خو روحاني د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې پر سیمهییز یووالي ټینګار وکړ.
روحاني په داسې حال کې پر سیمهییز یووالي ټینګار کوي چې دا هېواد په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي او سوریې تهیې ځواکونه استولي دي.
سعودي عربستان وروسته له هغې ایران د جګړې پر اعلان تورن کړ چې حوثي یاغیانو په دې وروستیو کې پر ریاض یو توغندی وویشت.
سعودي چارواکي وايي، دا ډول توغندي حوثي یاغیانو ته د ایران لهخوا ورکړل شوي دي.