په خوست کې د ۱۲۰۰ مېشتو وزیرستانیو کډوالو له غریبو او بېوزله کورنیو سره د بزو، چرګانو او د هغې لپاره د خوراکي توکو د ورکولو پروګرام پیل شو.
د یاد پروګرام مالي لګښت چې ۴۳ میلیونه افغانۍ کېږي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا «UNHCR» په غاړه اخیستی دی.
د چهارشنبې په ورځ د دغه پروګرام د پيل پر مهال د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس سمیعالله نصرت ازادي راډیو ته وویل:
"دا پروژه زموږ د هغو وزیرستانیانو وروڼو لپاره ده، همدارنګه څو فیصده هغو خلکو لپاره چې داخلي بېځایه شوي دي، دغه توزېع تقریباً د ۱۲۰۰ فامیلونو لپاره ده، هر فامیل ته دوه رسه بزې ورکول کېږي، خوراکه ورکول کېږي. تقریباً موږ هر فامیل ته د ۲۰ زره افغانیو معادل کمک رسوو، همدارنګه ټوله پروژه زموږ د شپږو میاشتو لپاره ده، د دې پروژې تقریباً ۴۳ میلیونه افغانۍ د دې فنډ دی."
وزیرستاني کډوالو پر یادې مرستې خوښي څرګنده کړه او زیاتهیې کړه چې دغه مرسته بهیې له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي.