د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته خبرداری ورکړی چې د امریکا اراده دې نهازمويي.
ټرمپ ویلي، نړۍ د یو داسې سرکش رژیم د ګواښ زغم نهلري چې پر اټمي وسلو یې تهدیدوي.
ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوریا په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل، هغه اټمي وسلې چې پیونګ یانګیې جوړوي، ستاسو امنیت نهیقیني کوي، بلکې ستاسو رژیم له خطر سره مخ کوي.
ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته په خطاب کې وویل چې د دوی اراده دې نهازمويي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:
"نن، زه هیله لرم چې نهیوازې زموږ د هېوادونو لپاره بلکې د ټولو مدني ملتونو په نمایندګۍ شمالي کوریا ته ووایم، موږ ته په کمه سترګه مهګورئ او موږ مهازمویئ. موږ به له خپل شریک امنیت، شریکې هوساینې او سپېڅلې ازادۍ دفاع وکړو."
ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د دواړو کوریاګانو ترمنځ غیر نظامي سرحد وګوري، خو خرابه هوا دغلته د نوموړي د ورتګ خنډ شوه.
ټرمپ له جنوبي کوریا څخه نن چین ته تللی، چېرې چې به نوموړی پر چینايي چارواکو فشار راوړي چې خپل متحد شمالي کوریا د اټمي پروګرام څخه لاس پر سر کېدو ته وهڅوي.