په ننګرهار کې د زیتون فابریکه په ورځ کې ۱۲ ټنه زیتون تولیدوي.
د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې فابریکه کې زیتون له تولید وروسته پروسس او بیا د خرڅلاو لپاره بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، که چېرې په راتلونکي کال کې دوی ته ډېره بودجه ورکړل شي، نو د زیتون تولید به څو برابره زیات کړي.
په ننګرهار کې زیتون له بڼوالو څخه پېرل کېږي چې له دې سره د کروندګرو اقتصادی وضعه هم ښه شوې.