افغاني سرې میاشتې په کونړ کې پر یو شمېر کورنیو مرستې ووېشلې

افغاني سرې میاشتې د کونړ په څلورو دانګام، غازي اباد، ناړۍ او اسمارو ولسوالیو کې د پاکستان د توپچي بریدونو او جګړو له امله له سلو بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي موادو مرسته وکړه.

په کونړ کې د افغان سرې میاشتې رئیس ګل محمد فضلي په اسمار ولسوالۍ کې خلکو ته د موادو وېشلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل:

"نن مو سلو بې کوره شویو، کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي مواد ورکړل، هرې کورنۍ ته مو د۱۷۰۰۰ افغانیو په قیمت مواد برابر کړي چې په ۷ کمپلې، د پخلنځي سامان، وریجې،لوبیا،غوړي او نور شیان شامل دي."

دوه تنه چې مرسته شوي مواد يې تر لاسه کړي و ازادي راډیو ته وویل چې له مرستې ډېر خوشحاله دي او زیاته کړه چې باید نورې مرستې هم ورسره وشي.

په ورته وخت کې د افغان سرې میاشتې رئیس وویل دوی به په نېږدې راتلونکې کې ورته نور مواد هم پر بېځایه شویو ووېشې.

یادې کورنۍ تر ډېره له خپلو سیمو نه د پاکستان د توپچې بریدونو او نورو ستونزو په وجه له خپلو سیمو بېځایه شوي دي چې اوسمهال په ډېرو سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې تېروې.