د پاکستان او ایران پوځي چارواکو خپلې خاورې د یو بل پر ضد پر نهکارولو او همدا شان د خپلمنځي همکاريو پر لا پراخولو سلا شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یو درې ورځني سفر ګاونډي هېواد ایران ته تللی و او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سرهیې په دوه اړخیزو او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
د پاکستان او ایران پوځي چارواکو د سې شنبې په ورځ په تهران کې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل:
"دواړو خواوو د سیمهییزو او سرحدي چارو په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې کړي."
او په خبرهیې:
"د پاکستان او ایران سرحد د دواړو هېوادونو ترمنځ د «سولې او دوستۍ» سرحد دی."
د پوځ ویاند اصف غفور باجوه دغې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په افغانستان کې سوله وغواړي او په دې لړ کې د هر اقدام ملاتړ کوي او همدا شانیې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه نهشته.
ایراني او پاکستاني پوځي چارواکو همدا شان په افغانستان کې د داعش وسلهوالې ډلې پر پراخېدو اندېښنه ښودلې، دا یې د سیمې لپاره ګواښ بللی او دغه ګواښ ته د ماتې ورکولو لپارهیې پر سیمهییزې همکارۍ ټینګار کړی.
د پاکستان د پوځ مشر ګاونډي هېواد ایران ته دا سفر په داسې وخت کې کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په اګست میاشت کې د سیمې لپاره د خپلې تګ لارې د اعلانولو پر مهال تور ولګاوه چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او له هغه څایه په افغانستان کې بریدونه کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد دې جدي اقامات وکړي، خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې پر خپله خاورهیې د ترهګرو پر ضد له توپیر پرته اقدامات کړي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند په تهران کې د خبري غونډې په پای کې وویل، پاکستانی پلاوی له ایرانه په مثبتو احساساتو او د اړیکو تر لا پیاوړي کېدو وروسته رخصتېږي.
راپور: ذبیح مومند