د اوکراين د اودسا سيمې پخوانى والي او د ګُرجستان پخوانى ولسمشر میخیل ساآکاشویلي وايي، د اوکراين چارواکو تائيد کړې چې په اوکراين کې د ده استوګنه قانوني ده.
نوموړي پرون په فېسبوک کې وليکل:
"بالاخره د اوکراين د کډوالو چارو ادارې تائيد کړه، چې په دغه هېواد کې زما استوګنه قانوني بڼه لري."
د اوکراين ولسمشر پټرو پروشنکو ښاغلى ساآکاشویلي په ٢٠١٥ میلادي کال د اودسا سيمې د والي په توګه ټاکلى و.
دى پخوا د ګرجستان ولسمشر و، خو د اودسا د والي په توګه د دندې پيلولو لپاره د ګُرجستان له تابعيت څخه تېر شوى و.
ساآکاشویلي، د والي په توګه له خپلې دندې په ٢٠١٦ میلادي کال کې استعفا وکړه او ويېويل چې د پروشنکو متحدانو د اصلاحاتو لپاره د ده د هڅو مخه نيولې ده.
د اوکراين ولسمشر پروشنکو روان ميلادي کال د ساآکاشویلي اوکرايني تابعيت هم واخیست.
ساآکاشویلي د اوکراين په باطل پاسپورټ سره په سپټمبر مياشت کې بيا اوکراين ته داخل شو.