ميدان وردګ: سيد اباد کې د پوليسو پر مرکز بريد په شا وتمبول شو

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي، په سيد اباد ولسوالۍ کې د پوليسو پر تعليمي مرکز ډله‌ييز بريد په شا وتمبول شو.

دغه جګړه تېر ماښام پيل شوې وه چې شااوخوا ٤٠ دقيقې يې دوام وکړ.

د ميدان وردګ د والي وياند وايي، يوه ځانمرګي بريدګر د تعليمي مرکز په قرول کې ځان منفجر کړ او نورو يې له امنيتي ځواکونو سره نښته وکړه.

عبدالرحمن منګل ازادي راډيو ته وويل، په جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې:

"دښمن له ساحې په شا تمبول شوى، جګړه پاى ته رسېدلې ده. دښمن غټ پلان درلود، له نېکه مرغه چې خپل هدف ته ونه‌رسېدل. مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، زموږ امنيتي ځواکونو د دوى په وړاندې غبرګون ښکاره کړ او د دوى بريد يې په شا وتمباوه."

وسله‌والو طالبانو د حملې مسؤليت منلى دى.