پنس غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان ځواکونو زړورتیا وستایله

د امريکا د ولسمشر مرستيال د افراطيت او نورو نړيوالو ترورېستانو په وړاندې د مبارزې له کبله د افغان ځواکونو زړورتيا وستايله.

مايک پنس پرون د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیليفوني خبرو کې د دې تر څنګ د ضروري اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت پر هڅو هم بحث وکړ.

د سپينې ماڼۍ په هغه اعلاميه کې چې تېر ماښام خپره شوې راغلي، دواړو مشرانو په افغانستان کې پر امنيتي وضعيت، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا پر ستراتېژۍ او د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو پر مورال هم خبرې وکړې.