ټرمپ د کوریاګانو ترمنځ له غیر پوځي سیمې کتنه ونه‌شوی کړای

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د هوا د خرابوالي له امله ونه‌شو کولای چې د جنوبي او شمالي کوریاګانو ترمنځ له غیر پوځي سیمې ناڅاپي کتنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ نن سهار وختي په سیول کې له خپل هوټل څخه ینګسون پوځي اډې ته لاړ، خو په هوا کې د لړې له امله هلیکوپټر بېرته ستون شو.

د امریکا ولسمشران چې کله هم جنوبي کوریا ته سفر کوي، نو له دې سیمې چې چېرته د دواړو کوریاګانو سرحدي سرتېري یو بل ته مخامخ ولاړ دي، کتنه کوي.

تر دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، د دفاع وزیر جېمز مټېس له دې سیمې کتنه کړې وه او سپینې ماڼۍ هم ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ به دغلته لاړ نه‌شي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي سنډرز وویل چې له بیا غور وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر موافقه وکړه چې له ټرمپ سره یوځای د دواړو کوریاګانو ترمنځ دې سرحدي سیمې ته لاړ شي چې د سنډرز په وینا تاریخي شېبه به وه.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ نن د جنوبي کوریا ملي اسامبلۍ ته په وینا سره له سیول څخه خپل دوه ورځنۍ سفر پای ته ورسوي.

ولسمشر ټرمپ به په خپله وینا کې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بندولو لپاره پر دې هېواد د زیات نه زیات فشار راوړولو غوښتنه وکړي.