د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د امریکا د ولسمشر او نورو مقاماتو دا ادعا چې ویلي له ایران سره د اټمي موافقې د عملي کولو په برخه کې دا اداره کمزورې عمل کوي، رد کړه.
یوکیا امانو پرون په واشنګټن کې وویل، ځیني خلک داسې ګمان کوي چې زموږ د څارنې تائیدي فعالیتونه کمزوره دي، د هغه په وینا دا سمه نهده.
نوموړي وویل، موږ د ایران هغو ټولو مواقعو ته داخل شوي یوو، کومو ته چې موږ اړتیا لرو او د پلټنو دا لړۍ به دوام وکړي.
د امریکا ولسمشر تېره میاشت د ایران د اټمي موافقې په اړه وینا کې وویل، د ده لهخوا د دې موافقې د نهتائید یو دلیل له دې موافقې کمزروې څارنه ده.
خو د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو وايي، د دې موافقې د عملي کېدو په اړه د امریکا په اندېښنه کې مبالغه کېږي.