امریکا له ملګرو ملتونو وغوښتل چې ایران د یمن حوثي یاغیانو ته د هغو توغندیو د لېږد له امله مسؤل وګڼي چې د سعودي عربستان پر خاوره لګېدلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د سې شنبې په ورځ وویل، د ریاض لهخوا له ورکړل شويو اسنادو ښکاره کېږي هغه توغندی چې په تېر جولای میاشت کې د حوثي یاغیانو لهخوا پر سعودي ویشتل شوی و، ایرانی ساخت قیام میزایل دی چې د یمن تر جګړې مخکې په دې هېواد کې موجود نهو.
نیکي هیلي وویل، پر سعودي د تېرې یکشنبې په ورځ لګېدلی میزایل هم ښايي د ایران ساخت وي.
د یمن د حوثي یاغیانو لهخوا پر سعودي د میزایل دا وروستۍ حملې د ریاض او تهران ترمنځ موجود کړکېچ زیات کړی دی.
د امریکا استازي وویل، ایران حوثي یاغیانو ته د میزایلو او نورو وسلو په ورکولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه کړې ده.
هغې زیاته کړه چې واشنګټن به د ایران د رژیم لهخوا د نړیوالو قوانینو د تر پښو لاندې کولو په مسئله سترګې پټې نهکړي.
خو د ایران د دفاع وزارت او سپاه پاسداران ځواک حوثي یاغیانو ته د ایراني توغندیو د لېږد په اړه د امریکا او سعودي عربستان تورونه رد کړي دي.