ارزګان ولایت کې د خصوصي او دولتي رسنیو استازو د سې شنبې په ورځ ناوخته په پلازمېنه کابل کې د شمشاد نړیوال راډیو تلوېزیون پر مرکزي دفتر برید وغانده او دا برید یې د بیان پر ازادۍ وباله.
د ارزګان د خصوصي او دولتي، ملي او نړیوالو رسنیو استازو په کابل کې د شمشاد نړیوال راډیو تلوېزیون پر دفتر د برید غندلو او دغه راز يې د ټلوېزیون له کارکوونکو سره د همدردۍ هم وښودله.
دوی پر افغان حکومت غږ وکړ چې د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.