د امریکا د متحده ایالاتو نړيواله پراختیايي اداره «USAID» د افغانستان د پوهنې وزارت له لارې د ۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۳۵ میلیونه تعلیمي کتابونو د چاپ او وېش دوهم پړاو پیلوي.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ځانګړي شارژدافیر ښاغلي هوګو لارنس د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» په کابل کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې ياده پروژه به د افغانستان د پوهنیز بهیر د پياوړتیا او معیاري کېدو سره ډېره مرسته وکړي.
هوګو لارنس
نوموړي زیاته کړه:
"د دې پروژې هدف د ۱۳۵ میلیونه درسي او لارښود کتابونو چاپ او وېش دی چې ۷۵ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي، که دغه پروژه په ښه توګه پلې شي نو پوهنیز کیفیت کې به د پام وړ بدلون راشي."
ښاغلي لارنس دا شان وویل، په افغانستان کې د پوهنې کمیت کې د پام وړ بدلون راغلی، خو د کیفیت په برخه کې یې لا ډېر نور کار ته اړتیا لیدل کېږي.
دغه پروژه د کتابونو د چاپ او وېش د هغې پروژې د دوام برخه ده چې لومړی پړاو يې له ۲۰۱۱ میلادي کال نه تر ۲۰۱۶ میلادي کاله پورې د افغانستان د حکومت او د امریکا د نړيوالې پراختیايي ادارې لهخوا په پښتو، دري او انګلیسي ژبه د ښوونځيو د کتابونو د چاپ او وېش په هدف ترسره شوی و او ټاکل شوې چې دوهم پړاو يې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل او تر ۲۰۱۹ میلادي کاله پورې بشپړ شي.
د دغې پروژې له لارې به د لومړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د زدهکوونکو لپاره درسي کتابونه او د ښوونکو لپاره ځانګړی لارښود کتابونه چاپ او ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې د کتابونو د چاپ او وېش په پروسه کې د خنډ او ځنډ تر څنګ د مالي فساد له امله هم تل انتقادونه شوي.
په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې د وینا پر مهال د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د درسي او لارښود کتابونو د چاپ او وېش دغه پروژه په هېواد کې د معیاري زدهکړو لپاره مهمه وبلله او پر ښه پلي کېدو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي عبدالله د امریکا متحده ایالاتو له دغې همکارۍ مننه وکړه او دا يې په افغانستان کې د باکفیته زدهکړو لپاره يو بنسټيز ګام وباله.
عبدالله عبدالله
نوموړي زیاته کړه:
"دا يو ډېر مهم ګام دی، د دې پروژې له لارې به موږ وکولای شو چې د پوهنې په برخه کې ستونزې په نښه او مخنیوی یې وکړو، د پوهنې په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د کتابونو د کمښت مسئله ده."
بلخوا د پوهنې د برخې يو شمېر متخصیصین په هېواد کې د پوهنیز بهیر په ښه کېدو ټینګار کوي او له حکومت څخه غواړي چې دغه پروژه په پوره شفافیت سره پلې او با کیفیته کتابونه زدهکوونکو ته په واک کې ورکړي.
راپور: واصل وصال