په جوزجان کې سږکال د کونځلو په محصولاتو کې زیاتوالی راغلی

په جوزجان کې سږکال د کونځلو په محصولاتو کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جوزجان د کرنۍ او مالدارۍ رئیس رحمان ارغندیوال نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په روان کال کې په څه باندې ۱۹۹۰ هکتاره ځمکه کونځلې کرل شوي چې محصول یې ۷۸۰ ټنه و.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې له اخېستل شوي محصوله تر دې دمه یوازې ۱۶۵ ټنه کونځلې بهرته صادر شوې دي.

نوموړی وایي چې سږکال په زیاته اندازه کونځلې د جوزجان له اقچې، فیض اباد، منګجک او له شبرغان څخه ترلاسه شوي دي.

جوزجان یو له هغو ولایتونو دی چې د کونځلو د کر لپاره مناسبه هوا او اوبه لري.