د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله چین ته لاړه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په نړیوالو دوستانه سیالیو کې د ګډون په هدف چین ته ولاړه.

د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکتر طاهر روفي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره په دغو لوبو کې د مالیزیا، عمان او چین لوبډلې په یو ګروپ کې دي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې، دغو سیالیو ته په کابل کې تمرینات وکړل.