ولي‌زاده: وسله‌والو د هرات د ولایتي شورا غړی جمشیدي وژلی

د هرات د ولایتي شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشیدي له خپل یوه ساتونکي سره د ناڅرګندو وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده نن سې شنبې د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې په کورلا موټر کې ناستو وسله والو شېبې وړاندې د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وکیل کور ته نېږدې پر نوموړي حمله کړې ده.

ښاغلي ولي زاده زیاته کړه چې حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو زیاته یې کړه چې د نیولو هڅې پيل شوي.

همدارنګه د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتو د برخې مسؤل محمد رفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل چې وکیل جمشیدي او ساتونکی یې په وژل شوي حالت کې روغتون ته ور وړل شوي دي چې څور مرمۍ یې پر بدن باندې لګېدلي دي.

تر دامهاله د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.