نی پر شمشاد تلویزیون حمله جنګي جنایت ګڼي

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې یا د نی مشر صدیق الله توحیدي پر شمشاد تلویزیون حمله جنګي جنایت ګڼي وايي، وسله والې ډلې په دا شان حملو سره یوازې د خلکو کرکه خپلولی شي.

نوموړی ټینګار کوي چې پر رسنیو حمله پر ملکي او بې طرفو کسانو حمله ده او په کار ده چې خبریالان او رسنۍ د ښکېلو غاړو له جګړو او هدف ګرځونې خوندي وي.

زموږ همکار اجمل تورمان له ښاغلي توحیدي سره مرکه کړې او په سر کې یې د دغه حملې په اړه له نوموړي پوښتلي دي:

Your browser doesn’t support HTML5

له توحیدي سره مرکه