د پکتيا ولايت د مڼو يو شمېر باغ لرونکي وايي چې ډېر وختيې حاصلات د مارکېټ د نشتوالي له امله په ونو کې پاتې او خرابېږي.
دغه باغ لرونکي د سړو خونو او د خرڅلاو د مارکېټ نشتوالی دوه هغه لويې ستونزې ګڼي چې باغ لرونکي يې له اندېښنې سره مخ کړي دي.
دوی وايي، که حکومتيې د مڼو حاصلاتو ته مناسب مارکېټ پيدا کړي او په دې هم وتوانېږي چې په سړو خونو کې د دوی مڼې سټاک او بيا بازار ته وړاندې شي، دوی به ډېره اقتصادي وده وکړي.
د پکتيا د کرنې رئيس وليد احمد تسل د يو شمېر باغ لرونکو ستونزه مني، خو وايي چې سږ کاليې د ۶۰ فيصده باغ لرونکو مڼو ته مارکېټ پيدا کړی او په راتلونکي نږدې وخت کې به د دغه ولايت په کچه د سړو خونو د نشتوالي شکايت هم نهوي موجود.
د يادونې وړ ده چې په پکتيا کې باغدارۍ وده کړې او د مڼو زيات شمېر حاصلات له دغه ولايت څخه د مرکز کابل په ګډون، نورو ولايتونو ته انتقالېږي او د کرنې رياست د چارواکو په خبره، په نورو ولايتونو کې د دوی مڼې ښه نوم او مارکېټ لري.