ستر پښتون شاعر، سیاستوال او توریالي خوشحال خټک له نن څخه سلګونه کاله پخوا ویلي:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
د توري او قلم څښتن خوشحال خټک دستار د یوه ډېر پُر اهمیت توک په نوم یاد کړی او خپل یو ځانګړی اثر یې د دستار نامې په نوم لیکلی دی.
په افغاني او پښتني ټولنه کې د دستار تړل هم ځانګړی استقامت او خویونه غواړي چې د همدغه ټولنیزو قراردادونو له مخې یو چا ته دستار یا پګړۍ ورپه سر کېږي.
موږ په نننۍ خپرونه کې د لونګۍ پر ارزښت، تاریخ او ډولونو غږېدلي یو، دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبارخېل وړاندې کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
ژوند په شېبو کې