د امریکا دفاع وزارت وروسته له دې چې سعودي عربستان ایران د ځان په وړاندې د جګړې په اعلانولو تورن کړ، له سعودي څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
سعودي عربستان پرون دوشنبه پر ایران تور ولګاوه چې د یمن حوثي وسلهوالو تهیې هغه توغندی ورکړی و چې دې ډلې د شنبې په ورځ د ریاض پر لور وویشت.
د پنټاګون ویاند جګړن ادریان رنکین ګالوې سعودي عربستان له دې کبله وستایه چې د ده په وینا، په یمن کې د ایران له بدو نیتونو او حوثي یاغیانو ته له وسلو ورکولو څخهیې پرده پورته کړه.
ګالوي وویل چې واشنګټن به له ریاض سره د پراخو دفاعي اړیکو جوړولو ته دوام ورکړي او زیاتهیې کړه، امریکا د ایران په وړاندې د سعودي د مبارزې ملاتړ او له دې هېواد سره د ګډو امنیتي لومړیتوبونو په برخه کې ګډ کار کوي، څو د تندلارو ډلو پر ضد عملیات وکړي او په منځني ختیځ کې د ایران د بېثباته کوونکي نفوذ مخه ونیسي.
ایران حوثي یاغیانو ته د وسلو د استولو ادعاوې رد کړې او وايي، حوثي یاغیانو دا بالیستیک توغندی په یمن کې دننه جوړ کړی و.