د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض، له وروستۍ راکټي حملې سره چې په یمن کې حوثي وسلهوالو کړې وه، د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي کړکېچ لا زیات شوی دی.
ریاض پرون دوشنبه وویل چې دا حمله یو جګړهییز عمل ګڼل کېدلای شي.
په مقابل کې یې تهران پر سعودي عربستان د جنګي جنایتونو د ترسره کولو تور پورې کړی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف پرون دوشنبه یمن ته ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې بندې کړې.
ائتلاف وويل چې د مرستندویه ډلو کار به په پام کې ونیول شي.
تر دې دوه ورځې مخکې، د یمن حوثي وسلهوالو یو توغندی د ریاض لور ته وروویشت.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل چې حوثيانو په خپلواک ډول او د سعودي عربستان له لوري د جنګي جنایتونو په ځواب کې پر ریاض راکټي حمله کړې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادلالجبیر پر ټویتر لیکلي:
"په سیمه کې د ایران لاسوهنه د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت اغېز لري او پر نړیواله سوله او امنیت اغېز کوي، موږ به ایران ته اجازه ورنهکړو چې زموږ ملي امنیت خراب کړي."