په هرات کې پولیسو یوه ښځه د هغې د مېړه د وژلو په تور نیولې ده.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پېښه په هرات ښار کې شوې ده.
د قتل په تور نيول شوې ښځې منلې چې خپل مېړهیې وژلی دی.
عبدالاحد وليزاده وویل:
"یوې ځوانې ښځې پرون شپه د خپل مېړه پر سر د ګاز د ډبې وار کړی او هغهیې وژلی دی، هغې ویلي چې تر قتل وروستهیې پرېکړه کړې وه چې خپل کور ته اور واچوي او ځان هم ووژني، کور تهیې اور اچولی، مالونه او د سړي جسد هم سوځېدلی، خو دا ګاونډيانو له اوره ژغورلې، هغه له پولیسو سره تر نظارت لاندې ده او په خپل جرمیې اعتراف کړی دی."
د مقتول کورنۍ د پېښې په اړه خبرې نهدي کړي.