سږنى کال به د تر ټولو تود کال په توګه ثبت شي.
دا خبره د هوا پوهنې نړيوالې ادارې، د جرمني په بُن ښار کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون کنفرانس په پيل کې وکړه.
د شااوخوا ٢٠٠ هېوادونو استازو په دغې ١٢ ورځنۍ غونډه کې ګډون کړى دى.
برخهوال له هغو هېوادونو سره چې د اقليمي بدلون په برخه کې يې د پاريس موافقه منلې، کار کوي چې پر يوه ګډ لارښود سلا شي.
د پاريس دغه موافقه په ٢٠١٥ میلادي کال کې لاسليک شوې ده.