د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت تمه لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو د زعفرانو حاصلات ۱۴ ټنو ته ورسېږي.
د افغانستان د زعفرانو ډېر تولید، ښه پروسس او حاصلاتو تهیې د بازارونو موندل، د افغانستان د زعفرانو د پنځم ملي کنفرانس عمده موضوعګانې دي.
دغه درې ورځنی کنفرانس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۵» په کابل کې، د یو شمېر کورنیو او بهرنیو متخصصینو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو د کرنې د پوهانو په ګډون جوړ شوی دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتولو په تخنیکي او فني لارو چارو خبرې وشي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به د کرنې وزارت لهخوا د جوړې شوې ستراتېژۍ د ښه پلي کولو لپاره تصامیم ونیول شي.
د دغه وزارت ویاند لطفالله راشد وویل:
"د دغه کنفرانس هدف زموږ د فعالیتونو تنظیمول دي چې له یوې ښې لارې ښه پرمختګونه ولرو، د زعفرانو د حاصلاتو نتایج هیله بخښونکي دي، سږ کال د زعفرانو د پنځه کلنې ستراتېژۍ د پلي کولو په حال کې یوو چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د زعفرانو حاصلات ۱۴ ټنو ته ورسوو."
د ښاغلي راشد په خبره، اوسمهال د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي چې د حاصلاتو اندازهیې کال په کال مخ په زیاتېدو ده.
د د ه په خبره، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د هېواد د زعفرانو حاصلات ۳،۲ ټنه وو چې په ۹۵یم کال کې ۶.۲ ټنو ته پورته شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په ۲۸۱۱ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو، خو سږ کال په ۳۰۰۰ هکتاره ځمکه دغه بوټی کرل شوی او تمه ده چې ۸ ټنه حاصلات ورکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند دا هم وايي چې تر اوسه د خصوصي سکټور ۱۳ شرکتونه د زعفرانو په کرکېله، تولید او پروسس بوخت دي چې تېر کالیې ځينې ۹ میلیونه ډالره عایدات ترلاسه کړي دي.
د کرنیزو چارو پوهان وايي، که حکومت له بزګرو او د زعفرانو له توليدوونکو سره لازمې مرستې وکړي، د خلکو او حکومت اقتصاد ته به ګټه ورسوي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد سیفالدین سیحون ازادي راډیو ته وویل، د زعفران ګټه دولت او خلکو ته تر بل هر کرنیز بوټي زیاته ده او حکومت ته په کار ده چې دودولو تهیې لازمې مالي، تخنیکي او مسلکي اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي سیحون زیاته کړه:
"د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه په نړۍ کې لومړۍ درجه ګټلې، افغانستان باید باکیفته تولید ولري، بازار ورته ومومي او د زعفرانو د کرکېلې د کارکوونکو لپاره، یو مؤثره ستراتېژي جوړه کړي."
ښاغلی سیحون وايي، زعفران نهیوازې دا چې یوه ښه مالي منبع ده، بلکې په هېواد کې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاق ځای هم نیولای شي.
د کرنې وزارت وايي، د زعفرانو د کاروباریانو لپارهیې مسلکي لنډ مهاله کورسونه جوړ کړي او د دې تر څنګ په هرو پنځو کلونو کې، له بزګرو او خصوصي سکټور سره د زعفرانو د تخم یا پیازو مرسته کوي.
راپور: خان محمد سیند