د ولسي جرګې دوهم مرستيال یوځل بیا له افغان حکومته وغوښتل، ترڅو د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي.
نذیر احمدزي چې نن دوشنبه یې د ملي شورا د وژل شویو غړو د درناوي په یاد غونډه کې خبرې کولې، وویلچې حکومت دې د ملي شورا د غوښتنو درناوی وکړي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"له ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو چارواکو نه مو غوښتنه ده چې د سرپرستۍ لړۍ نوره ختمه او کاندید وزیران جرګې ته د باور رأیې لپاره معرفي کړي."
جمهوري ریاست وايي چې یو شمېر کاندید وزیران معرفي شوي او پاتې به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رأیې اخېستو لپاره معرفي شي.