غني: افغانستان لېوال دی چې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي

جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

ارګ ماڼۍ نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي، محمد اشرف غني نن دوشنبه له غرمې مخکې، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن رتنو مارسودي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان حکومت لېوال دی چې د تلپاتې سولې په برخه کې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي.

ښاغلي غني همدارنګه ویلي چې د سولې عالي شورا مسؤلین به یاد هېواد ته په نږدې راتلونکي سفر کې د اندونیزیا له تجربو د ګټې اخیستنې په اړه، مفصل بحثونه ولري.

ولسمشر غني په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو ته په اشارې، د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې وغوښتل چې د هغه هېواد سوداګر او پانګه‌وال په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پېژندنې او پانګونې ته وهڅوي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې جمهور رئیس غني ته له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ په خاطر، د خپل هېواد د رهبرۍ د ژمنې ډاډ ورکړی.