معلولین په بېلابېلو نومونو یادول په رواني لحاظ ځپي

د افغانستان ډېری اوسیدونکي په تېره بیا معلول کسان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي، اقتصادي ستونزو ، صحي مشکلاتو او د ځینو خلکو بد چلند نور له ژوند څخه ناهیلي کړي دي.

اوس مهال یوسلو او شل زره معلول کسان چې په جنګ جګړو کې یې د بدن غړي زیانمن شوي د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې ثبت دي.

له معلولینو سره تریخ چلند او هغوی په بېلابېلو نومونو یادول د دې سبب کېږي چې معلول کسان په رواني لحاظ وځپل شي.

بشپړ پروګرام د لاندې لنک په کېکاږلو اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی