رباني د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر بېلابېلو مسایلو وغږېد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودي سره د افغانستان د سولې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي رباني وویل:

"زموږ د خبرو اترو مهم ټکي د افغانستان د سولې له بهیر څخه د اندونیزیا ملاتړ دی، اندونیزیا په نړۍ کې تر ټولو ډېر مسلمان نفوذ لري او دغه هېواد د تېرو تجربو په لرلو سره کولای شي چې د سولې په برخه کې خپل ګټور رول ولوبوي."

په دغه کنفرانس کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي هم له افغانستان سره د سولې په پروسه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي ته‌یې هم اندونیزیا ته د سفر بلنه ورکړې ده.