د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې کروندګرو ته د اقتصادي پراختیا په هدف، ۴۰ شنې خونې جوړېږي.
عبدالصبور رحماني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه شنې خونې د کرنې ریاست له لوري د څه باندې ۳۸۰ ميلیونه، ۱۹۴ زره او ۸۸ افغانیو په ارزښت جوړېږي.
ښاغلي رحماني وویل، دغه شنې خونې د هرات په کرخ، ګذره، زنده جان، غوریان او انجیل ولسوالیو کې دي.
د نوموړي په وینا، په دې سره د هرات کروندګر کولای شي چې په بېلابېلو موسمونو کې په دغو شنو خونو کې سبزيجات وکري.