د عراق په شمالي ښار کرکوک کې دوو بمي چاودنو شپږ تنه وژلي او لسګونه نور کسانیې ټپیان کړي دي.
د دواړو بمي چاودنو هدف په کرکوک کې د شیعه ملېشو دوه مرکزونه وو.
لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شیعهګانو د مرکز په دروازه کې چاودېدلی دی او وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د مرکز په ودانۍ کې ځانمرګی برید ترسره کړی دی.
کرکوک ښار تېره اوونۍ عراقي پوځیانو له هغو پېشمرګه کُرد ځواکونو ونیوه چې ځان د داعش یا اسلامي ډلې اصلي ماتوونکي بولي.