د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمني شیعهګانو له لوري پر ریاض د توغندي د ویشتلو په خاطر ایران تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول برید جنګي عمل بللی شي.
دې ائتلاف همداراز ویلي چې د ځواب حق ځان ته محفوظ ګڼي.
په هغه اعلامیه کې چې نن دوشنبه سهار خپره شوه، ویل شوي چې د ایران رول او په دې برخه کې حوثي یاغیانو ته مستقیمه قومانده، پر ګاونډیو هېوادونو د یرغل ښکاره اقدام دی او دا په سیمه او نړۍ کې سوله او امنیت ګواښي.
په اعلامیه کې دغهراز ویل شوي چې د ائتلاف قومانداني تائیدوي چې سعودي عربستان په مناسب وخت او حالت کې ایران ته د ځواب ورکولو حق لري.
متحده عربی امارات، بحرین، کوېټ، مصر، اردن، مراکش، سنیګال، او سوډان د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ملګري دي.
دا ائتلاف ایران د یمن د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورنوي.
تر اوسه پورې د دې ائتلاف د تازه اعلامیې په اړه ایران څه نهدي ویلي.