ټاکل شوې ده چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن دوشنبه د افغانستان د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه مشرانو جرګې ته معرفي کړي.
ښاغلي حکیمي د ملي بودجې طرحه له بیا کتنې وروسته پرون په ارګ کې د کابینې فوقالعاده غونډې ته وړاندې کړه او کابینې تائید کړه.
د راتلونکي مالي کال لپاره څه باندې ۳۵۷ میلیارده ۶۹۰ میلیونه افغانۍ بودجه اټکل شوې ده.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم مشرانو جرګه یوازې د بودجې په اړه مشوره ورکولای شي، خو د تصویب یا رد واکیې د ولسي جرګې دی.