روسي چارواکي وایي چې د مسکو په مرکزي برخه کې د ملتپالو له یوه لاریون وروسته یې له ۲۶۰ زیات کسان توقیف کړي دي.
دغه د حکومت ضد لاریون نن یکشنبه د روسیې د اتحاد له ملي ورځې سره چې رخصتي ده، په یوه وخت وشو.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل، پولیسو نن ۲۶۳ کسان چې د کرملین له دیوالونو سره په منیژ میدانۍ کې په یوې غیرقانوني مظاهرې کې راټول شوي وو، توقیف کړل.
تاس خبري اژانس د یوه چارواکي له قوله وایي چې ویلي یې دي له ډېرو توقیف شویو سره چړې، پنجه بوکسونه او تومانچې چې ربړي مرمۍ ولي، وې.
دغه راز د سنت پترزبورګ په ګډون، په یو شمېر نورو ښارونو کې په ورته لاریونونو کې د ۲۵ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.