خوشبخت: په کندهار کې په وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي

نن یکشنبې ماسپښين مهال د کندهار ښار د چوڼۍ په سيمه کي نامعلومو وسله والو په يوه هدفي بريد کې درې کسه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت پېښه تائيدوي او وايي چې دوه وژل شوي او دوه ټپيان د ملا صاحب د سرای کارکونکی وو، خو ټکسي چلونکی عام کس دی چې د وسله والو د بريد پر مهال هغه هم ټپي شوی دی.

خوشبخت وایي، دغه کسان د خپلو رخصتيو له ګرځېدو وروسته د وسله والو له ياد بريد سره مخ شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.