چارواکي: په کندز کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندز چارواکي د دې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د پيل شویو عملیاتو پرمهال د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري ازادي راډيو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې پیل شوي تر اوسه د یوشمېر قوماندانانو په ګډون دېرش وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه همدارنګه د دې ولسوالۍ په قتل عام سیمه کې د طالبانو په پټن ځایونو د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباري کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبره هم وکړه.

نوموړي وویل چې یو شمېر ملکي وګړي د وسله والو طالبانو د جسدونو د انتقال لپاره سیمې ته ورغلي وو چې په تېروتنې سره په نښه شوې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بهرنیو ځوکونو په هوایي بمباري کې بیا د ګڼ شمېر ملکیانو او څوارلس افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.