د اوکراین د ولسمشر دفتر وایي چې ولسمشر پترو پروشینکو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره د اوکراین ختیځ ته د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د احتمالي استولو په اړه خبرې وکړې.
د اوکراین د ولسمشرۍ له دفتره د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پروشینکو له ټیلرسن سره په ټلیفوني تماس کې د بېلنونپالو تر کنټرول لاندې دونیڅک او لوهانسک او هم له روسیې سره د دې سیمو په پوله کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو د ځای پرځای کېدو د ماموریت لپاره د نورو اقداماتو پر همغږي کولو بحث وکړ.
کیف وایي، په سیمه کې له دغې پولې بېلتونپالو ته له روسیې وسلې او پوځي پرسونل استول کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېره سپټمبر میاشت کې وړاندیز کړی و چې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواکونه دې په هغه کرښه کې ځای پرځای شي چې د شخړو دواړه خواوې سره جلا کوي.