د پکتیا چارواکي د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د پکتیا ولایت د رسنیو د دفتر له خوا نن یکشنبه خپره شوې، ویل شوي چې په دغو بریدونو کې چې تېره ورځ د سید کرم ولسوالۍ د کوهسین په سیمه کې شوي، د فاروق او غازي په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسایط او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.