په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون پروژه پرانېستل شوه

په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې پرون شنبه د اقلیمي بدلون پروژه پرانېستل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې په تطبیق سره څه باندې ۷۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي چې ۵۰ سلنه به یې ښځې وي.

ښاغلی راشد وايي، د اقلیمي بدلون پروژه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د ننګرهار په بهسودو، کامې او کوزکنړ ولسوالیو کې عملي کېږي.

د دغې پروژې هدف، د اقلیمي بدلون په اړه خلکو ته عامه پوهاوی دی.