د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې لسګونو غړو نن په کابل کې مظاهره وکړه.
دغه مظاهره چیان وايي، د مالیاتو لوړوالی او خصوصي روغتونونو ته د حکومت نه پاملرنه هغه مسایل دي چې دوی یې مظاهرې ته اړ کړي دي.
مظاهره کوونکو حکومت ته خبرداری وکړ، که چېري د دوی ستونزو ته رسیده ګي ونه کړي په پراخو لاریونونو به لاس پوري کړي.
دا مهال د روغتيا په لسګونه خصوصي مرکزونه په کابل او د افغانستان په نورو لويو ښارونو کې فعاليت کوي چې ویل کېږي ځينې يې د بهرنيو ډاکټرانو په لرلو د حکومتي روغتيايي مرکزونو په پرتله تود بازار لري.
د عامې روغتیا وزارت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.