په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې ټولو دېره افغانانو ته د هویت کارتونه ورکوي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر فرید زکریا وویل چې شاوخوا یولکو ۲۰ زره افغانانو ته به د هویت د نویو کارتونو د وېش کار له راتلونکې میاشتې پیل شي.
افغان سفیر وايي چې د افغانانو د نومونو د ثبتولو لپاره به په متحده عربي اماراتو کې د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري په دوبۍ، ابوظهبي او شارجه کې ۶ مرکزونه جوړ شي.