پسکوف: شمالي کوریا په اړه امریکا او روسیې په "مقطعي ډول نظرونه تبادله" کړي

د کرملین ویاند ډمیټري پسکوف وايي چې د شمالي کوریا په مسئله کې تر اوسه د امریکا او روسیې ترمنځ هېڅ ډول همکاري نه‎ده شوې.

پسکوف ویلي چې د شمالي کوریا په اړه، دواړو خواوو یوازې په "مقطعي ډول نظرونه تبادله" کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې اوونۍ په ویتنام کې د اسیا د ختیځ او جنوب د یو شمېر هېوادونو په اقتصادي غونډه کې ګډون کوي.

داسې اټکل کېږي چې ښايي دواړه مشران دوه په دوه خبرې هم وکړي.

د کرملن ویاند، ډمیټري پسکوف ویلي چې که دواړه مشرانو سره وکتل "ډېره ممکنه"ده چې د شمالي کوریا پر وضعیت هم خبرې وکړي.

د پسکوف په وینا، د ولسمشرانو پوتین او ټرمپ په ممکنه کتنه کې د سوريې پر حالاتو د خبرو امکان هم تر بحث لاندې دی.