د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار د ټولو امنیتي حوزو مسؤلانو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې په پلازمېنه کابل کې د جرمونو د کمولو لپاره پلانونه جوړ او عملي کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې که داسې ونه شي، له مسؤلو چارواکو سره به جدي قانوني چلند وشي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر پرون په کابل کې د امنیتي حوزو له مسؤلانو سره کتلي او هغوی ته یې د اجرأتو سپارښتنه کړې ده.
نجیب دانش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ باور لرو چې کومې خبرې مطرح شوې، د کابل پر امنیت به فوق العاده ښه اغېز وکړي. د دې تر څنګ موږ د داسې پروګرامونو او لارو په لټه کې یو چې په کابل کې ښار کې د جرمونو په کمولو کې مرسته راسره وکولای شي."
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې سرپرست وزیر ویس احمد برمک پر خلکو غږ کړی چې پولیسو ته د رشوت له ورکولو ډډه وکړي او که داسې پېښېږي چې پولیس له چا پېسې اخلي، د کورنیو چارو وزارت ته دې خبر ورکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز په وزارت کې یوازې د ازاد رقابت پر اساس، د مقرریو امر کړی دی.