د سعودي عربستان پاچا سلمان احتمالاً د خپل ولیعهد محمد بن سلمان د واک د ټینګولو لپاره د هېواد د مشرتابه دوه کلیدي غړي لېرې کړل.
پاچا نن یکشنبه همدا راز اعلان وکړ چې ۱۱ شهزادګان چې ۴ یې حاضر دمه وزیران دي او په لسګونو پخواني وزیران د ولیعهد تر مشرۍ لاندې د فساد ضد د نوې جوړې شوې کمېټې له لوري نیول شوي دي.
د فساد په تور د نیول شوېو کسانو نومونه څرګند کړای شوي نهدي.
د سعودي عربستان یو اتیا کلن پاچا د کورني امنیت او اقتصاد لپاره نوي وزیران ټاکلي دي.
د سعودي عربستان د دولتي تلویزیون العربیه له لوري د پاچا په فرمان کې ویل شوي چې خالد بن ایاف د شهزاده مطیب بن عبدالله پر ځای د ملي ګارډ وزیر ګومارل شوی دی.