ټرمپ وايي، تمه لري چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره وویني

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو خبریالانو ته چې جاپان ته په سفر کې له ده سره په الوتکه سپاره و، ویلي چې اسیا ته په دغه دولس ورځني سفر کې تمه کوي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره وګوري.

ټرمپ چې الوتکه یې له هاوایي روانه شوې وه نن سهار وختي د جاپان په توکیو کې د امریکا په یوه هوایي اډه کې کښیناسته.

ټرمپ به په دې سفر کې پر جاپان سربېره له جنوبي کوریا، چین، ویتنام او فلیپین څخه کتنه وکړي.

ټرمپ وویل، دې تمه کوي چې له پوتین سره وګوري او زیاته یې کړه چې د شمالي کوریا په اړه د هغه مرستې ته دوی اړتیا لري.

ټرمپ دغه راز وویل چې شمالي کوریا یې د هېواد او نړۍ لپاره یوه لویه ستونزه ده او دوی غواړي چې هغه هواره کړي.

د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره د ټرمپ د خبرو د اجندا یوه مهمه مسئله به هم د شمالي کوریا پر اټمي بحران څرخي.

پخواني معلومات

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د اسیا د ۱۲ ورځني سفر په ترڅ کې تمه لري چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

ټرمپ نن سهار وختي د جاپان په توکیو کې د امریکا د هوايي ځواک اډې ته تر رسېدو مخکې وویل، فکر کوي چې له پوتین سره به وویني.

ده همدا راز وویل چې د شمالي کوریا په اړه د پوتین مرسته غواړي.