- ډیپلوماټ
ډیپلوماټ خپرونې په یوې مقاله کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار یوه راپور ته کتنه کړې وایي، سیګار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو ویروونکی تصویر ورکړی دی.
خپرونه لیکي:
سیګار په یوه نوي راپور کې موندلي په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د نوېو سیمو د نیولو له هڅو، ملکي مرګ ژوبلې او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د تلفاتو له ډېرېدو سره پهدغه هېواد کې امنیتي وضعیت په پرلهپسې ډول خرابېږي.
ډیپلوماټ لیکي، دا راپور داسې مهال خپور شوی چې پنټاګون او په افغانستان کې ائتلاف ځواکونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا د ۱۶ کلنې جګړې په اړه
د امریکا د ولسمشر نوې ستراتیژي عملي کړي.
خپرونه د سیګار د راپور په حواله لیکي چې شاوخوا درې نیم میلیونه افغانان اوس په هغو سیمو کې اوسېږي چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې دي.
ډیپلوماټ زیاتوي، دا هغه سیمې دي چې له هغه ځایه پر حکومتي ځواکونو او ملکي ودانیو بریدونه کېږي.
خپرونه لیکي:
د سیګار راپور خبرداری ورکوي چې وروستیو یو شمېر لویو بریدونو د ملکي خلکو ترمنځ هغه باور خراب کړی چې ګنې افغان حکومت دې د دوی د خوندیتوب وړتیا ولري.
د ډیپلوماټ خپرونې د سیګار د راپور په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د تلفاتو ډېروالی، نفوذي حملې او هم د هغو افغان پوځي پرسونل تښتېدل چې امریکا ته د روزنې لپاره تللي دي، ټوله د افغانستان لا ویروونکی تصویر وړاندې کوي.
ډیپلوماټ وایي، د سیګار مشر جان سوپکو له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکا شاوخوا ۷۱۴ میلیارده ډالره د افغانستان پر بیا رغونې لګولي دي، خو وایي افغانان پوهېږي چې څه روان دي، طالبان او د امریکا پوځ هم پوهېږي چې څه روان دي، خو د جان سوپکو په خبره یوازې هغه کسان چې دغه مرسته کوي پهدې نه پوهېږي چې په افغانستان کې څه روان دي.
- ډیفینس نیوز
ډیفینس نیوز اونېزې بیا په یوه مقاله کې لیکلي چې افغانستان داسې مهال له نورې نړۍ څخه د امریکا پام ځانته راړولی دی چې ټکنالوژۍ پرمختګ کړی دی.
لیکوال د ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، په داسې حال کې چې چین او روسیه زیاته هڅه کوي چې په دې میدان کې پرمختګ وکړي، امریکا د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړی دی.
اونېزه په عین حال کې د افغانستان په جګړه کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخېستلو اشاره کوي او وایي چې له دغو الوتکو څخه د افغانستان په جګړه کې د کشف، څارنې او عملیاتو په برخه کې کار اخېستل کېږي.
ډیفینس نیوز زیاتوي، د جګړو پر مهال تل لومړیتوبونه شاته کېږي.