د هلمند په ګرمسیر کې یوه ۸۵ کلنه ښځه او یو ۱۷ کلن ماشوم وژل شوي

د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې یوه ۸۵ کلنه ښځه او یو ۱۷ کلن ماشوم چا وژلي دي

ه څه هم ۸۵ کلنه سپین سرې ښځه او ۱۷ کلن ماشوم شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د یو شمېر وسله والو کسانو له لورې له ځان سره وړل شوي وو، خو جسدونه يې تېره اوونۍ د ګرمسیر ولسوالۍ په ریګونو کې په داسې حال کې موندل شوي چې ۱۷ کلن سردار په ډزو وژل شوی او له ۸۵ کلنې ښځې چې په لیونو مشهوره وه، لومړی ترې لاسونه او پښې پرې شوي او وروسته په ډزو وژل سوي ده.

د ګرمسیر ولسوال ایوب عمر عمري وايي، دا کار طالبانو کړی او ځیني کسان لاهم په دې خاطر د طالبانو په حصارت کې دي چې ګواکې له حکومت سره يې د دوی پر ضد معلومات شریک کړي دي.

د ګرمسیر ولسوال وویل، سردار او لیونو دواړه د جلا سیمو او کورنیو غړي دي، که څه هم طالبان وايي چې ماشوم او د پاخه عمر لرونکې ښځه دوی نه دي وژلي، خو دغه دوه بې ګناه ملکي کسان له حکومت سره د مرستې په تور لومړی زنداني او وروسته یې وژلي دي.

اخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې د دغو دوو ملکي کسانو د وژل کېدو مسئله له دوی سره تړاو نه لري.