د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان کال د جولای او سپټمبر د میاشتو ترمنځ موده کې، د دې سازمان د پرسونل په وسیله، د جنسي ځورونو او ناوړه استفادې ۳۱ نوې قضیې ثبت شوې دي.
ملګرو ملتونو پرون جمعه وویل، د دې قضیو نیمايي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ اړوند دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترس ویاند، سټیفن دوجاریک وايي چې ښاغلی ګوترس د دې ډول قضیو دوام خفه او خواشینی کړی دی.
د مارچ په میاشت کې انتونیو ګوترس د ملګرو ملتونو د سوله ساتو او د دې سازمان د کارکوونکو له خوا د جنسي ځورونو د زیاتېدونکو پېښو سره د مبارزې لپاره یو لړ اقدامات اعلان کړي وو.