د متحد ایالتونو حکومت یو مهم ساینسي راپور خپور کړ.
په دې راپور کې ویل شوې دي چې د اقلیم بدلون تر ډېره د بشر له فعالیتونو سره ارتباط لري.
دا راپور چې د سپینې ماڼۍ له لورې هم تائید شوی دی د ولسمشر ټرمپ له دریځ سره په ټکر کې دی.
ډونالډ ټرمپ د هوا د تودېدو مسئلې ته د چینایي درواغو نوم ورکړی دی او تهدید یې کړی چې امریکا به د پاریس د اقلیم د بدلون د مخنیوي له تړونه ووځي.