د کابل امنیه قومانداني وایي، د تیمورشاهي په سیمه کې د لګېدلي اور د مخنیوي هڅې روانې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا اور د جامو له یوه دوکانه شروع شو او بیا شاوخوا پسې خپور شو:
"د دې اور علت تر اوسه معلوم نه دی چې څرنګه لګیدلی دی. زموږ د اطفاییه ډلې په سیمه کې هڅې کوي چې اور کنټرول کړي. ان شاء اله چې ترڅو شیبو پورې به اور مړ شي."
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې اورلګېدنه سهار پیل شوه او په دې پښه کې د سر زیان نه دی اوښتی خو په تیمورشاهي واټ کې یې ګڼو دوکانونو ته مالي زیان رسولی دی.